ديوسلواوياوو(۱۷۰)کلونو په موده کښې څلورخونړي جګړې !
                ژباړونکی : عزيزاحمد خوارمل ژباړونکی : عزيزاحمد خوارمل

دافغانستان خلک څوځلی بايدانګلیسان دخپلۍ خاوري څخه وشړلې  ؟


            دانټرنيټ دفارسی منابعوڅخه

 

             دانګليس د ګاردين په ورځپاڼه کې وليکل شو:څرنګه به ودغه ماتی  ته د« ښه جګړی» نوم ورکړو اوودی ماتی ته ښه جګړه ووايو؟دلويديز په وسيله دافغانستان قبضه کول اونيونه اوترخپل واک لاندی راوستل، نه يې په دی هيوادکې سوله ټينګه کړه اونه ددی هيواد دپرمختيا سبب وګرځيدی ، بلکی دترهګری خطريې لانورهم زيات کړی دی . پردی هيواد باندی يرغل کول ،اودغه هيوادترخپل نيواک لاندی راوستل ،اوبيا جورج بوش دغه جګړه يې دترهګری اوتروريزيم په وړاندی، تردغه سرليک لاندی  پيل کړ ،اولا تراوسه هم په ترواک لاندی هيوادونوکې  غښتلې ملاتړکوونکی لری    .

           دنيويارک تايمز په داوروستی مقاله کې هم دافغانستان دجګړی په هکله د(( ښه جګړی )) ترسرليک لاندی يوه ليکنه خپورسو،اوپه دی ليکنۍ کښې داهسی ويل سوی وه : کيدی سی چې په دی جګړه کې بريالی سو همداسی خپوراونشرح سو،په داهسی حال کې چې،انګليسی ځواکونه دبصري نه پرشا سول اوددغه ځای نه ووتل،مګر دکابل اودقندهاردښاره څخه دنيواکګروځواکونودپرشاتګ اود وتلو کومه خبره نسته اونه اوريدل کيږی. برعکس په نظرکې نيول سوی دی، چې ددا اوسنی اووزرو (۷۰۰۰)تنوانګليسی ځواکونه سربيره دی نورځواکونه دی  لاهم په افغانستان کې  زيات سی اودانګليس دولتی جګپوړی چارواکي،وزيران اوفوځي قوماندانان په تير وړې کې دا څه موده مخکې دغه پيغام يې درلودل اوټولوپه يوږغ سره ويل چې انګليسی ځواکونه اوقوتونه په افغانستان کې پاتيږی ،اوهمدارنګه ديويد ميليباند  دانګليس دباندنی چارووزيرپه ټينګارسره وويل چې زموږدځواکونوپاته کيدل په افغانستان کې داوږدی مودی دپاره دی .

           سر شرارد كوپر- كولزدانګليستان سفيرپه افغانستان کې،اعلان وکړ ((موږ بايددڅولسيزي دپاره دخپل شتون اودپاته کيدی په سوچ کې وه وسو))،همدارنګه جنرال  جان لوريمردهلمندپه ولايت کې دانګليسي ځواکونوقوماندان داهسی وايی : دافغانستان نيونه اوترواک لاندی راوستل دشمالی ايرلندداته ديرش کلونوترنيونی به اوږد مهاله وی اوتر هغه (۳۸) اته ديرشو کلونونه زموږپاته کيدل دلته به لا هم زيات

 

دوام پيداکړی   ، اوهمداسی  دس براون،دانګليس ددفاع وزيرڅه موده مخکې په زغرده سره وويل چې دولت يې افغانستان کې دپاته کيدو((اوږدمهاله ژمنه )) کړيده ترڅوپه دی هيوادکې په پوره توګه دترهګری مخ نيوی وکړی اوټروريسټان به پری نږدی چې افغانستان دی بيا دترهګرودزده کړوپه مرکز دی  واړه وی،دترهګرودله منځه وړلواوددوی ترورکولوپوری به زموږځواکونه دلته  پاته کيږی .،اوتردی شميرکه ونوروځواکونوته اړتيا پيدا سی،نوتردغه سياسي پوښښ لاندی به خپل ځواکونه دعراق نه وافغانستان ته وليږی  اودغه کړنه به ترسره کړی ،چې دغه خبری دانګليس ددولت مينه دنيواکګرسياست په ادامه ورکولوسره به ، په افغانستان کې په نامعلومه توګه اوپه نامحدوده ډول سره راڅرګنډه وی ، اوهمدارنګه دانګليس دولت بيله دخپلوخلکودنظرغوښتنی اوموافقی نه   داډول يو سياست  يې په مخکې نيولی اوغوره کړيدی ، نوچيری به په دی هکله دافغانستان دخلکوونظرغوښتنواووموافقی ته ارزښت اواهميت ورکول کيږی،چې هيڅکله داهسی نه رامنځته کيږی  .

 

دانګليس واکداران اوچارواکې تيرکال دافغانستان په جګړه کې دلازيات ګډون اوبرخه اخيستنی په هيله وه،او جان ريد  دانګليس ددفاع دوزارت پخوانی وزيرپه زرګوني انګليسي سربازان يې دبيارغاوني ترسرليک لاندی داافغانستان ولويديزی سيمي ته وروليږل ،اوپه دی هيله مند وو چې نوی ځواکونه به يې بيله (( ديوه دګولی دفيرنه)) دهغه ځايه څخه به ووځي ،اما ددوه ميليونه  ګوليوپه اوره ولوسره دسولی دتامينولوترنامه لاندی ،اوسنی جګړه يې دطالبانو په وړاندی چې دااوس مهال کاملأ په يوه منظمه جګړه اوښتی دی  اودملی پلوه ی پښتونواوجهاديانواويوشميرنوروکسانودپاره يوه پلمه هم جوړه سوي دی چې  دباندني نيواکګروځواکونوپه وړاندی دی وجنګيږی .               

            دانګليس اودنورولويديزوهيوادونوميشتوسربازانوځانی تاوان ډېرپه ګړنديتوب سره مخ په زياتيدودی،اوانګليسی رسينيوپه زيارسره هڅه کوی چې زموږدزامنوځان تيريدنی اودځان جارول چې دجګړوپه لمړيو ليکوکې ځانونه دلاسه ورکوی  په درواغو ويلواوددرواغوداستانونوپه خپره ولوسره دخلکودټوليزوافکارودغولواودتيروتنودپاره نشرکړ ی .

 

       دانګليس ددفاع وزير دامريکی دهغه ادعاواود ويلوپه تکرارولوسره چې دعراق دغميزی اوناورين په هکله تل وايي ،ده هم  وويل : دانګليسی سربازانو اودځواکونو د جګړيزي مبارزی په ترڅ کې،په افغانستان کې دثبات دټينګولوپه خاطر هيله مند دی اوپه دی اړه به مثبت پړاو وينی .

      دافغانستان وخلکوته شپږ(۶) .کاله مخکې دآزادی اودموکراسی وعده ورکول سول،مګردخلکوژوندپه ټولواړخونوکښې ورځ ترورځه ورانيږی او دويجاړی پرلورځې .اوهمدارنګه دنړيوالی سره صليب (۳) دری مياشتی مخکی په خپل ګزارش کې په زغرده وويل چې په افغانستان کې وضعيت خطرناکه دی اودخلکودژوندحالت هم ډېر وران سوی دی اوخلک دناامنی اودترهګری اوددی(( چټلې اوويره ونکی جګړی )) څخه ډېرپه تنګ راغلي دي اوله دی امله ډېررنځ کاږي  .

 

      دافغانستان په لويديزی سيمی کښې جګړی (۸۰)اتيازره تنه يې آواره،لالهانده اوبی کوره کړيدی اود عادی اودبيګناه خلکودمنځه وړل اووژنی اوشهيدايدل په يوکال کې دوه (۲)چنده، ډېرسوی دی يوازی دجون په مياشت کې  دامريکی اودناټودځواکونوپه وسيله ډېرتره تردوه(۲۰۰) سوه عادی ،بی وسلي اوبی ګناه خلک وژل سو ي دي ،چې دغه شميرډېرتره ترهغووژنودی،چې دطالبانو په بريدونوکښې هم غيرنظامی اوعادی خلک وژل کيږی   .    
   دامريکی دځواکونو ويره ونکی اودپټوسترګوظالمانه هوايی  بمباردونه،ددی باعث ګرځېدلی دی چې خلک دی دامريکی پرضد، دتاوتريخوالی نه ډک ، لاريون لاس پوری کړي اودطالبانودوسلوال پا څون او جګړه ايزی مبازری نه ملاتړوکړي  .    
      په ځيرسره ددی نيواکګرودښکاره ماتی سربيره په افغانستان کې دسولی دتامينيدلواو دپراختيا په هکله  کوم نوی پړاو نه دی رامنځته سوی اودټولنيزوپراختيايي مسائيلوپه هکله هم څه شی نه ښکاری اوپه نه په سترګوکيږی ،نوولی يوشمير دغه  خلک ودغی جګړی ته ښه جګړه وايي؟ اوهمداسی  هم دانګليس ، كانادا، ايتاليا او آلمان خلک غواړي چې ددوي ځواکونه دی بيرته وخپلوهيوادونوته دی راستانه شی .
ممکن يوه برخه ددی علتونونه هم  دغه ادعاوی اوويل وی،چې پرافغانستان باندی بريداويرغل دسپټامبرديوولسمی (۱۱) می نيټی ديرغل په وړاندی عکس العمل پيل سو،ځکه دهغه يوه برخه يې په افغانستان کې دالقاعدی سره تړاو درلودل؟ چې دغه مسله دملګرومليتونونسبی ملاتړيې دځانه سره لرل(که څه هم دملګرومليتونوپه پريکړه ليک کې هيڅکله پرافغانستان باندی وبريداوويرغل ته اشاره نه ووسوی ) .

       سربيره پردی بايددطالبانو دپخوانيوتيريوپه هکله اوددوي دترهګری ژريم په اړه  که يوه شيبه دقيق سوچ وسی ،اوبياپه افغانستان کې دنظامی ماتی دويری له امله که يوڅه ځيرسو،نوپه راتلوونکی کې به هرومرو دلويديزواک  ضعيفه کړی .که ودی ته هم لږاوډېرځيرسو،چې دامريکادولت اودهغه ملګري هيوادونه په يواړخيزډول سره ديوی لوری نه په لاس هنوسره په يوه داخلی جګړه کې ديوی قومی جوړښت په درلودلوسره دطالبانودله منځه وړلوپه خاطر،په يوځای کې دخپلوخاصواومخصوصوځواکونوسره پرالقاعدی باندی بريدوکړ،اودبله خوانه ددين سالارانوپرځای يې دجنګ سالارانونه يې ملاتړ وکړل اوکابوټول هيواديې دتاوتريخوالی،بی قانونی اووحشت سره مخامخ کړ،ددی پرځای چې القاعده له منځه يوسی ودوي ته يې اجازه ورکړل ترڅودافغانستان وسرحدی سيموته ،پاکستان اوعراق ته کډه اومهاجرت وکړی . پرافغاشتان باندی دبريداوديرغل لمړنی موخه دبن لادن ټينګه ول اونيول کيدل وو،اوبن لادن وکولای سوای چې په ډېراسانی اوچټکې سره وتښتی اوفراری سی .

            بل داچې دښځومحدوده أزادي دکابل په ښار کې اودښارپه يوڅونواحيوکښی محسوسيدل،بيادغه نسبی آزادی هم پرښځوباندی دتاوتريخوالی اودتيری له امله خنثی اوله منځه ولاړی .

         لويديزسياسي چارواکي په دی ادعاواوويلوباندی خوښ دی چې ووايې دافغانستان دولت دخلکوله خوا ټاکل سويدی ،په داسی حال کې چې دټول ټاکنی په بهيرکې درغلی اوناوړه چاری په پراخه ډول سره رامنځته سول،اوجنګ سالارانوهرڅه يې چې غوښتل هغه يې دخپلو ټول ټاکنو په ځايونوکښې يې ترسره کړل ،اووسياسي ګونډونوته  دګډون چانس اواجازه ورنکړسول  . نو واقعيت خودادی چې په ترو اک لاندی افغانستان کې دخلکو په ژوند  کې هيڅ ډول بدلون ندی راغلی ،او دملګرومليتونوسازمان په دی هکله تيرکال په ګوتڅنډنی سره وويل :افغانستان ماته  يې خوړلي او يووران سوی هيواد دی چې  دټول نړی په سلوکښې (۹۰) نهوی فيصده مخدره ټوکې اوترياک په دی هيوادکې کرل کيږی ،اداری فساد،اوناامنی ددی هيواددبياروغاونی دپاره سترمخنيوی اويولوی خنډ دی ،همدارنګه ديوزرونهه سوه اوياو(۱۹۷۰)څخه بيا ديوزرونهه سوه اتياومي( ۱۹۸۰ ) کلونوپوري انجونۍ اوښځۍ وښوونځيو،اووپوهتون ته دورتګ دپاره تشويقيدل،ددولت دمامورينونيمايي برخه اوهمدارنګه  دښوونځيودښوونکو نيمايي برخه يې ښځۍ وي اوهمدارنګه دولت هم يوځل مځکۍ يې پرخواروکليوالواودخواروکليوپراوسيدونکوباندی وويشل .           امريکائيانودسړۍ جګړی په وخت کې دکودتايي دولت پرضديې په ميليارډونوډالر خرڅ کړاودامريکائيانودغه کړنی دالقاعدي درامنځته کيدووسيله اوسبب  هم وګرځيدی .

           گوردون براون دانګليس لمړی وزير اوس په ډاګه وايي چې  دافغانستان هيواد((دتروريزم پرضددجګړی لمړی ليکه ده )) ،په رښتيا اوپه واقعي توګه سره دالقاعدی دخطرسويچ اوکلی په پاکستان ،عربستان سعودی اوپه يوشميرديکتاتوروهيوادونه کښې دی چې  ولويديزدهغوی نه ملاتړ کوی .

             په داسی حال کې چې دالقاعدی نه ملاتړ،دعراق ،افغانستان اودفلسطين نيونه اوترواک لاندی راوستل زياتيږی . انګليس دااوس مهال ديوسلواوياوو(۱۷۰) کلونو په موده کښۍ خپله څلرمه جګړه شا ته پريږدی اوتردا اوسه بايد پوهيدلی وای اوزده کړی وای  چې نه سی کولای  ددی هيواد ددباندی څخه ديوملت دارادی خلاف يودولت پردوی بارکړی اوپردوی يې و منۍ .

          دافغانستان دمشرانو جرګه دسږکال په دوبی کې دباندنيوځواکونودوتلودنيټی ټاکل اودطالبانوسره دخبراتروغوښتنه وکړه ، اوهمدارنګه تيره مياشت دپاکستان دبانديوچارو دوزيرلخوا هم دغه غوښتنه صورت وموند.

 

          ترهغه وخت پوری چې باندنی ځواکونه په افغانستان کې وی په دی هيوادکې سوله اوامنيت نه شی راتللی اوپه پريکړنده توګه ديوي ټوليزی  دحل لاری دپاره بايد طالبان  اودسيمی نورقوتونه لکه پاکستان اوايران  دی هم په نظرکې ونيول سی.

       همداشان په تاسف سره ،سياست  ايجابوی چې ددی ساده ټکی دمنلومخکې دی ، ددواړو خواوڅخه دی ډېره وينه توي سی   ./     
ګرانو درنولوستوونکو:ددی ليکنۍ د ژباړه  لپاره، انځورونه يې ما خپل دانځورونود ارشيف څخه خوښ کړی دی .

                                                                                                                                                            


September 30th, 2007


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی